د تالقان په سیندیزه فرعي حوزه کې د ګاومالي ویالې د دریمې برخې د اوبو میرانو سیستم د رسمي کولو په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۳:۲
1

یاده ناسته د تالقان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولانا صبغت الله قانع، د نوموړې حوزې تخنیکي ټیم او د نوموړې ویالې د اوبو ګټه اخیستونکو ګڼ شمیر استازو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د اوبو میرانو سیستم د کړنلارې په هکله بشپړ معلومات وړاندې شول او وروسته، د ګاومالي ویالې د اوبو چارو د تنظیم، د اوبو ضایعاتو د مخنیوي او د اوبو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې د تالقان سیندیزې فرعي حوزې سره د همکاري په موخه د نوموړې ویالې د اوبو ګټه اخیستونکو استازو له لوري پنځه تنه د ګاومالي ویالې د اوبو میرانو سیستم د غړو په توګه وټاکل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu