د تخار ولایت د ینګې قلعه ولسوالي په یتیم تپه کلي کې د پنج سیند غاړو د تحکیماتو پروژو چارې پرانیستل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۰:۶
1

نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د تخار والي محترم مولوي عبیدالله امین زاده، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د آمو سیند غاړو د تحکیماتو رئیس مولوي سید غلام مشواڼي او د اوبو او انرژي وزارت یو شمیر رئیسانو، سیمه ییزو مسئولینو، د قراردادي شرکتونو او د ینګې قلعه او خواجه بها‌ءالدین ولسوالیو استازو په شتون کې پرانیستل شوې.

د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین وویل، چې  د اوبو او انرژي وزارت په پلان کې لري، چې د تحکیماتي پروژو دغه لړۍ د یوولس نیم کیلومترو په اوږدوالي سره تر درقدر ولسوالي پوري ورسوي.

همدارنګه، په دغو مراسمو کې د ینګې قلعه، خواجه بها‌ءالدین او درقد ولسوالیو استازو د نوموړو پروژو د کار له پیل څخه خوښې څرګنده کړه او د پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د همکاري ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې، بڼونه او د استوګنې کورونه د سیلابونو له ویجاړیو څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu