د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه جوړه شوه.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۱:۲۷
444

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه کې د ابي سرچينو د مدیریت په اړه بحث وشو.

په دغه غونډه کې چې نن ماښام په ارګ کې وشوه، په پیل کې جمهور رئیس د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او بې رویې استفادې په اړه چې د وطنوالو د اندیښنې لامل شوي، خپل تشویش څرګند او د ابي سرچینو پر سم مدیریت یې ټینګار وکړ.

جمهوررئیس وویل، پر هغو بندونو دې چې له هیواده د اوبو د وتلو مخنیوی کوي، کار چټک شي او همدارنګه باید د کمال خان بند سیمې چې دولتي سیمه ده د ځمکو د غصب مخنیوی وشي او یوه برخه دې د کرنیزو فارمونو ایجاد ته ځانګړې شي.

وروسته د اجنډا مطابق د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د هایدروجیولوجي رئیس په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او ساتنې موضوع غونډې ته وړاندې کړه.

جمهوررئیس غني د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده وسپارله چې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او کلیو پراختیا وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د اوبو سرچینو د تحقیقاتو ریاست په همکارۍ د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او ساتنې موضوع بیا وارزوي او خپله نهایي طرحه دې د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.

همداراز جمهوررئیس کابل ښاروالي موظفه کړه چې د کابل ښار ځمکې لاندې اوبو ککړتیا د مخنیوي په موخه د فاضله اوبو د مدیریت سیستم د کوچینو شبکو په توګه ایجاد کړي.

دغه راز د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د هیواد د سترو بندونو د بیارغاونې تعقیب ته کاري لومړیتوب ورکړي.

وروسته د اجنډا مطابق د کابل دریابي حوزې رئیس، په بادغیس ولایت کې د پستې بڼونو خړوبولو لپاره له سطحي اوبو د ګټې اخیستنې په موخه د سولري پمپونو د کارولو طرحه، غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د وړاندوینې مطابق په (۹۷۸) هکتاره ځمکه چې اوبه کېږي (۳۱۰۹۷۷) د پستې بوټي کرل کېږي چې له اتو کلونو وروسته به یې کلني عواید کابو ۱۰ میلیون ډالره وي.

جمهوررئیس په دې اړه وویل، یاده طرحه دې د لابډاینې په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او کلیوپراختیا وزارتونو، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې او کرنې له متخصصینو سره شریکه او وروسته دې د تطبیقي پلان په پام کې نیولو سره عملي شي.

همداراز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ دې د پستې د پروسس او صادراتو لپاره طرحه ترتیب او د بازار موندنې زیاته زمنیه برابره کړي.

د غونډې په پای کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو د منابعو عمومي رئیس د ۳۵ دریابي فرعي حوزو چې په پنځو عمومي حوزو کې شاملېږي، د دریابي حوزو د موډل جوړولو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu