په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۱/۱۲هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۷ هـ ل
د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۹۵۰ زره او ۳۴۵ افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.
په دغه پروژه کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې شاوخو ۸۰ زره متر مکعب اوبه زېرمه، د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او د سېلابونو په کنترول کې هم اړین رول ولوبوي.
