د حوزوي او ولایتي څه د باندې ۶۰ تنه کارمندانو ته د تدارکاتي چارو په برخه کې د وړتیا لوړونې برنامه جوړه شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۳:۵۵
۱

د تدارکاتي چارو په برخه کې د وړتیا لوړونې دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه، د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د تدارکاتو ریاست په همکاري سره نن، یکشنبه، د ۱۴۰۴ هـ‌ ل کال د لیندۍ میاشتې په ۲ نېټه د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې پيل شوه.

د برنامې په پیل کې، د اوبو او انرژي وزارت د تدارکاتو رئيس محترم مولوي عزیز الله سهار د دغې برنامې دائرول په تدارکاتي چارو کې د کارمندانو د مسلکي پوهې لوړول، د فعالیتونو غوره سمون او د برنامو د اغېزمنې پلي کولو لپاره د وړتیاوو پیاوړتیا وبلل. هغه کارمندان اخلاص، د اداري اصولو مراعاتولو او د چارو په پرمخ وړلو کې اهتمام ته وهڅول او د تدارکاتو بهیر د چټکتیا او رونټیا په برخه کې د هغوی د رول په ارزښت باندې ټینګار وکړ.

د یادونې وړده، چې په دغه ښوونیزه برنامه کې د دوو ورځو په بهیر کې د تدارکاتي چارو په بېلابېلو برخو لکه د اړتیاوو ترتیبول، د تدارکاتي پلان ترتیبول، د تدارکاتو بېلابېل پړاوونه، د تدارکاتو آسانتیاوو، کړنلارو، قوانینو او نورو اړوندو موارد په هکله اړین معلومات له ګډونوالو سره شریک کېږي، ترڅو وکولای شي په حوزوي او ولایتي سیمو کې له دغو ښوونو څخه د اداري فعالیتونو او پروژو د اغېزمن پلي کولو په برخه کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

بیرته تګ

User account menu