د خوست د اوبو او انرژي رئيس د ایف، اې، او موسسې له مسؤلینو سره د یوه سربند، کانال او استنادي دېوال پروژې د چارو د پیل په هکله خبرې وکړې

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۲:۴۴
1

د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت  د ایف، اې، او موسسې له مسؤلینو سره د هغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پيرانو سیمې د سربند، کانال او استنادي دېوال پروژې د چارو د پيل په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي ثابت د نوموړې موسسې له مسؤلینو سره د نوموړې پروژې د چارو د پیل په تړاو د هر راز همکاري ژمنه  وکړه.

ټاکل شوې ده، چې په نوموړې سیمه کې د نوموړې موسسې له لوري د یوه سربند ، د ۵۰۰ متره په اوږدوالي کانال او استنادي دېوال پروژې چارې په نږدې راتلونکې کې د ۲۲۹ زره او ۷۰۰ آمریکایی ډالرو په لګښت پيل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د دوو چکډیمونو پروژو چارې د څه باندې ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ ل

د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د چهلګزي چکډیم پروژه د څه باندې ۳۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د خیبر چکډیم پروژه په خیبر ولسوالي کې د څه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د چغري چکډیم جوړولو پروژې چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۲۰ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۲ هـ ل

د لاندني کابل سیندیزې فرعي حوزې (جلال آباد) ریاست مسؤلینو د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې د چغري چکډیم جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۹:۲۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب له خپلې ژمنې سره سم د کابل پوهنتون له ممتازو زده‌کړیالانو سره د هغوی د ګومارنې په پار وکتل

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۱ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، نن په خپل کاري دفتر کې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن اخندزاده صاحب،د کابل. . .

بیرته تګ

User account menu