د خوست ولایت اړوند ۹ چکډم پروژو قراردادونه لاسلیک شول

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۱:۷
86

د خوست ولایت اړوند ۹ چکډم پروژو قراردادونه لاسلیک شول. د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجینر احمد ویس بصیري د خوست ولایت اړوند د ۹ چکدم پروژو قراردادونه د ۹۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د خلکو استازو او د یادې ادارې يو شمېر رئیسانو په شتون کې لاسلیک کړل. دغه پروژې د اوبو د چارو د تنظیم ادارې لخوا د اوبو مدیریت او د سلابونو د کنټرول په موخه د خوست ولایت په مرکز دباک، تڼي، ګربز، ځاځي میدان ولسوالیو کې په لاره اچول شوي دي. د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجینر احمد ویس بصیري د اوبو مدیریت، د سیلابونو کنټرول، چاپېریال ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا په برخه کې د چکډمونو جوړول اړین او ګتور ياد کړل. همدارنګه ښاغلي بصیري د وکیلانو له همیشنۍ همکارۍ مننه وکړه او د چارو په بهبود او چټکتیا کې یې د وکیلانو د ډې همکاري هیله وکړه. ښاغلي بصیري زیاته کړه چې زموږ ماموریت د اوبو مهار کول دي چې د چکدمونو جوړول ددې پروسه تر ټولو اړین قدمونه دي چې دا لړۍ به دوام و لري. په ورته وخت کې د خوست ولایت استازو، ډاکټر موسي خاورین، انجینر هلمند هلمند او ساهره شریف د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کړنو ستايلو تر څنګ د اوبو مدیریت او د سیلابونو د کنټرول په برخه کې د دغه ډول پروژو پلي کول ګټور ګام وبله او د پلي کولو په برخه کې یې ډاډ ورکړ. د یادونې وړ ده چې د دغه پروژو پلي کولو سره به ۳۱۸۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبیږي؛ ۲۵۰ زره متره مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۱۱ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu