د دشت قلعې په لاندني پنج سیندیزه حوزه کې د میرابانو د ټاکلو برنامه ترسره شوه
یاده برنامه د دشت قلعې په لاندني پنج سیندیزه حوزه کې د یو شمېر خلکو په ګډون د نوي فورمونو مطابق د میرابانو د ټاکلو ، د ځمکې لاندې اوبو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه او د ځمکې لاندې اوبو د کموالي په هکله د پوهاوي ورکولو په پار ترسره شوه.
همدارنګه په یاده برنامه کې له ګډونوالو سره د خپل سرو څاه ګانو د نه کېندلو په هکله هم هر اړخیز معلومات شریک شول.
