د سترو قراردادونو د څېړلو غونډه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۵:۳
1

یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده په مشري د اړوندو وزارتونو او ریاستونو د معینانو او استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت د مهمو پروژو قراردادونه لکه: د کابل- لوګر، د لوګر تیلو ټانګ- چهل دختران، د کابل- میدان وردګ، د لوګر ولایت خوشي- محمد آغې او د دایکندي ولایت د نیلي ښار سړکونه تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیول شول او د یادو پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادولو وړ ده، چې دغه پلاوي ته د اسلامي امارت د کابینې له لوري دنده سپارل شوې چې ټول ستر قراردادونه وڅیړي او په پای کې دې د خپلو څېړنو پایلې د تفصیلي راپور په بڼه د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu