د سترو پروژو د څېړنې ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۵:۱۵
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې  د وزارتونو د معینانو او اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې،  په لغمان ولایت کې د شاهي کانال د پروژې په هکله چې د اوبو او انرژي وزارت پورې اړوند ده، بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه  او پرېکړه وشوه چې د بودجې د شتون په صورت کې دې  د پروژې چارې ډېر ژر پيل او د وزارت تخنیکي مسؤلین دې د ډیزاین او تخنیکي مطالعاتو چارې بشپړې کړي.

همدارنګه د ناستې په دوام کې د ټولګټو وزارت د پروژو لکه د جوزجان – سرپل سړک او د ایبک ، مزارشریف، میمنې، فراه او زرنج ښارونو د داخلي سړکونو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلې څېړنې پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu