د شمال زون سیندیزې حوزې عمومي رئیس د بلخ ولایت له والي سره وکتل.
دغه لیدنه، چې د بلخ ولایت مقام په دفتر کې تر سره شوه، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت په ګډون د بلخ ولایت سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي موسٰی جان حقبین هم حضور درلود.
لومړی د بلخ ولایت والي ښاغلي مولوي قدرت الله ابو حمزه، د شمال زون سیندیزې حوزې عمومي رئیس حاجي حکمت او ور سره پلاوي او تخنیکي ټیم ته ښۀ راغلاست وویل او په دې وروستیو کې یې د شمال او بلخ ولایت سیندیزو حوزو ریاستونو کړنې او پرمختیایي کارونه وستایل او په راتلونکو کې یې د لا خدمتونو هیله ترې وکړه.
ورپسې د شمال سیندیزې حوزې رئیس د خپلو کاري استقامتونو او شمال حوزې او افغانستان پنځو لویو سیندیزو حوزو پر کړنو او تاریخچه رڼا واچوله. همدا رنګه ښاغلي حاجي حکمت د خپل کاري ګزارش پۀ لړ کې د شمال پنځو ولایتونو ته د خپلو سفرونو مفصل جزئیات هم د بلخ والي ته بیان کړل، چې د والي له لخوا یې کړنې وستایل شوې.
وروسته بیا والي صیب د بلخ ولایت د اوبو سیستم او ذخیرهوي بندونو په هکله خبرې وکړې او د بلخ ولایت د اوبو ستونزو د حل او البرز غره پر لمن د اوبو ذخیرهوي بندونو په هکله یې خبرې وکړې.
د بلخ والِ د چمتال او بارګاه سیمې د باران اوبو د ذخیره کولو لپاره ښې او مناسبې وبللې، د شمال عمومي حوزې او بلخ ولایت فرعي سیندیزو حوزو رئیسانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په خپل راتلونکي کلني کاري پلان کې یادې سیمې شاملې کړي.
د یادولو وړ ده، چې بلخ ولایت د باران اوبو د ذخیرې لپاره ډېرې زیاتې مناسبې سیمې لري؛ خو متأسفانه پۀ تېرو حکومتونو کې ؤرته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
