د شمل خرم خوست سیندیزې فرعي حوزې په همکارۍ او تر څارنې لاندې په 1402 کال کې د ګبیونې دیوالونو، کانالونو او سربندونو اته (8) پروژې پلي شوې دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۵۷
1

په 1402 ه.ل کال کې د FAO، UNHCR او TLO موسسو له لوري د شمل خرم خوست سیندیزې فرعي حوزې په همکارۍ او تر څارنې لاندې د خوست ولایت په مرکز او سپیرې ولسوالي کې د 2000 مترو په اوږدوالي او په صبریو ولسوالي کې د 280 مترو په اوږدوالي د ګبیونې دیوالونو پروژې، په باک ولسوالی کې د 1700 مترو په اوږدوالي د برکانال، په تریزیو ولسوالی کې د 1375 مترو په اوږدوالي د خادمي  کانال، د خوست ولایت په مرکز کې د 700 مترو په اوږدوالي د ماڼي کانال او په صبریو ولسوالی کې د 430 مترو په اوږدوالي د  زمبر کانال، د 1300 مترو په اوږدوالي د سوري پان کانال د جوړولو او د سوري پاڼ سربند د بیارغولو پروژې پلي شوې دي.

د نوموړو پروژو په پلي کیدو سره ګڼ شمیر ځایې اوسیدونکو ته د کار زمینه چمتو شوې او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې شوې او د سیلابونو له ګواښ څخه خوندې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu