د طبیعي سرچینو او چاپېريال ساتنې کمېسيون رئيس سره ليدنه

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس، انجینر خان محمد تکل په ولسي جرګه کې د وردګو ولايت استازی او د طبیعي سرچينو او چاپېریال ساتنې کمېسيون رئیس حاجي خان محمد وردګ سره وکتل.
په دغه ناسته کې د هېواد د اوبو په مدیريت او د طبیعي سرچینو د بهتروالي په موخه خبرې وشوې.