د عزیزي انرژي ګروپ له لوري د لس زره مېګاواټه برېښنا تولید پروژې د لومړي فاز عملي چارې به ډیر ژر پیل شي

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۳۵
1

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ریاست الوزرا  د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر په شتون کې د عزیزي انرژي ګروپ له عمومي رئيس محترم میرویس عزیزي سره وکتل او د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د عملي چارو د پيل په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي عزیزي د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د چارو د پرمختګ راپور د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ته وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې د هوکړه لیک تر لاسلیک‌کېدو وروسته یې تخنیکي ټیمونو د اړوندو وزارتونو له تخنیکي ټیمونو سره یوځای بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ولایتونو ته ولېږل، چې د یو شمېر پروژو لومړنۍ سروې ترسره او تخنیکي معلومات یې را ټول کړي دي.

همدارنګه، ښاغلي عزیزي په دغه لیدنه کې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د عملي کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې دغه پروژه به په درېیو فازونو کې عملي شي، چې لومړی فاز یې د څلور زره مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

همدغه راز، په دغه ناسته کې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید د قراردادنو د لاسلیک کېدو په هکله هم خبرې، اترې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu