د غزني والي ته د سردې بند او پروژې په هکله اړین معلومات وړاندې شول
د غزني والي محترم مولوي عبدالصمد جاوید او ورسره مل د غزني د اوبو او انرژي ریاست سلاکار محترم انجنیر محمد نذیر سهار او یو شمېر رئيسانو د غزني ولایت د سردې پروژې او بند څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي سهار د غزني والي او ورسره مل رئيسانو ته له دغې پروژې څخه د لېدنې پر مهال اړین معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې سردې بند د هېواد په کچه د اوبو لویه ذخیره او بند دی، چې د غزني او پکتیکا ولایت په ګډه سرحدي ځمکه کې موقعیت لري، چې په زرهاو جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او په روان کال کې یې د ځینو برخو د ساتنې او بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.