د غزني ولایت د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د نوموړي بند د حفظ او مراقبت چارې په ښه توګه پرمخ وړل کېږي او د کارونو د غوره والي او چټکتیا په موخه اړوندو مسؤولینو ته اړینې لارښوونې وشوې.