د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او د پروان ولایت والي د ګلبهار سربند د اوبولګولو پروژې څخه لیدنه ترسره کړه

د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او د پروان ولایت والي ښاغلي مولوي عبیدالله امین زاده د ګلبهار سربند د اوبو لګولو پروژې څخه لیدنه ترسره کړه او د یادې پروژې د ستونزو هوارولو لپاره د پروژې مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.
د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او د پروان ولایت والي د خواجه او خرم کانالونو څخه هم لیدنه وکړه او تر هغې وروسته د کاپیسا ولایت له والي سره وکتل او په پروان ولایت کې د اوبو د کمېدو ستونزه د کاپیسا له والي سره شریکه کړه چې د یاد ولایت والي د دې ستونزې د هوارولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.