د غوربند- چاریکار په سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو سرچینو د غوره مدیریت په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۱:۱۸
1

یاده ناسته د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر مجیب الرحمن حبیبي تر مشرې لاندې ترسره شوه او د اوبو سرچینو د غوره مدیریت، د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د ملي او نړیوالو موسسو د بشرپاله مرستو د جلبولو او د اوبو پروژو د سروې او ډیزاین په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

ښاغلي حبیبي په دې ناسته کې د ستونزو پر هوارولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کړنو د غوره ترسره کولو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په پار اړتیا ده چې په دې برخه کې د همغږي منظمې ناستې ترسره شي او مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu