د فاریاب له مرستیال والي سره په دغه ولایت کې د برېښنا د جواز د ورکړي پروسې او د برېښنا انرژي خدمتونو د قانون د پلي کولو  په هکله خبرې وشوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۴:۳۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم الحاج محمد حارث زرمتي او ورسره مل ټیم د فاریاب د مرستیال والي محترم حمیدالله ارشاد او د دغه ولایت د فرعي سیندیزې حوزې، ښاروالي، صنعت او سوداګري او د برېښنا له رئيسانو سره لیدنه وکړه او د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست د واکونو او وظیفوي صلاحیتونو او د جواز د ورکړي پروسې او پر هغه شرکتونو باندې چې په دغه ولایت کې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې فعالیت کوي د برېښنا انرژي د قانون د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د فاریاب مرستیال والي د اوبو او انرژي وزارت را لېږل شوې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د برېښنا انرژي د وړاندې کوونکو د قانوني کېدو په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت دکړنو هر کلی وکړ او همدارانګه په دغه ناسته کې شته رئيسانو ته د ریګولتري په هکله معلومات وړاندې شول او  په دې برخه کې د هر اړخیزې همکاري ډاډ ورکړ شو.

همدارنګه، د اوبو او انرژي وزرات لېږل شوی پلاوی او ورسره مل د فاریاب ولایت یو شمېر سیمه ییزو رئيسانو په میمنې ښار کې د یو شمېر مارکيټونو څخه لیدنه وکړه او د دوکاندارانو د تعرفې له وضعیت څخه پوښتنه وشوه او خلک د برېښنا رسونې له سیسټم څخه خوښ وو، او هېڅ ډول ډول ناقانونه سیسټم چې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې فعالیت وکړي، ترسترګو نه شو.

همدارنګه شمال زون ته د اوبو او انرژي وزارت لېږل شوی پلاوی د غضنفر ګروپ د شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د دغه شرکت د بیاځلې فعالولو په موخه د نوموړي شرکت مسؤلینو ته اړینې مشورې ورکړل شوې او ورته ډاډ ورکړل شو چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري د خپل صلاحیت په اډانه کې له پانګوالو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي.

همدغه راز، یاد پلاوي د غضنفر ګروپ د برېښنا د تولیدي فابریکې د پروژې له سیمې څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu