د فاریاب ولایت د ۲۷ کلیو لپاره د اوبو رسولو شبکې سروې ترسره شوه
د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي د ۲۷ کلیو لپاره د اوبو رسولو شبکې سروې ترسره کړه.
همدارنګه د نوموړې حوزې تخنیکي ټیم د یادې ولسوالي له مسؤلینو او مشرانو سره هم وکتل د نوموړې سروې په هکله یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
