د فراه ولایت د انرژي ولایتي کميټه رامنځته او لومړنۍ ناسته یې وکړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۷ - ۱۰:۳۸
1

 فراه ولایت د انرژي ولایتي کمیټه د اوبو او انرژي وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ د لویدیځ زون د انرژي د تنظیم آمریت د استازو له لوري رامنځته شوه.

د لویدیځ زون د انرژي د تنظیم آمریت استازي چې فراه ولایت ته  د فراه ولایت د انرژي ولایتي کمېټې د رامنځته کولو په موخه نوموړي ولایت ته سفر کړی د فراه له والي محترم غوث الدین رهبر سره وکتل او د نوموړې کمېټې د رامنځته کولو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه د نوموړې کمېټې لومړنۍ ناسته چې د فراه رود د سیندیزې فرعي حوزې د غونډو په تالار کې د فراه ولایت د مقام او د هغه ولایت د اته ګونو ریاستونو د استازو په ګډون ترسره شوه د نوموړې کمېټې د ارزښت، موخو او تشکیلاتي جوړښت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د برکوچي خېلو کلي د استنادي دېوال پروژه د ۸ میلیونه، ۳۵۹ زره او ۲۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu