د قرغې بند د خروجي مسیر کانالونو له جذبي څاګانو څخه  تر بادام باغ پورې څارنه وشوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۵:۴
1

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال ، د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب او د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې سلاکار محترم انجنیر ناصر وزیري د نوموړو حوزو له تخنیکي ټیم سره د قرغې بند د خروجي مسیر کانالونو د کېندل شوو جذبي څاګانو څخه تر بادام باغ پورې او د لنډي کاریز په مسیر کې د کېندل شوو جذبي څاګانو څخه څارنه وکړه.

همدارنګه د نوموړو حوزو رئيسانو د پولي تخنیک او استخباراتو له مسؤلینو سره وکتل او هغوی ته یې د اوبو د اهمیت، د اوبو سپما او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه د باران او کاریزونو د اوبو د کنټرول په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu