د لغمان سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د سایګل درې او د اسلام آباد سیمې د روانو پروژو له چارو څخه څارنه تر سره کړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۶:۲۷
1

د لغمان ولایت سیندېزې فرعي حوزې رئیس مولوی شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لارې په مسیر  لومړی  د اسلام آباد سیمې له روانې پروژې څخه لیدنه تر سره کړه؛ او د یادې پروژې مسؤلینو او کاریګرو ته اصلاحي او تشویقي خبرو تر څنګ دوی ته د کار د بهبود لپاره ځینې لارښوني هم وکړلی.د یادونې وړ ده، چې په یاده پروژه کې شاه او خوا  ۲۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې، هر کاریګر ته به د کار په بدل کې د میاشتې ۷۷۰۰ افغانۍ ورکول کېږي؛ تر دې وروسته د لغمان ولایت سیندېزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل‌تخنیکي ټیم د شربت خیلو سیمې له روانو پروژو څخه هم لیدنه تر سره کړه‌. همدارنګه شربت خيلو کانال سربند چې ۱۶۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او شربت خيلو محافظوي ديوال چې ۶۲ کسانو ته پکې  د کار زمینه برابره شوې، هر کاریګر ته به د کار په بدل کې د میاشتي ۷۷۰۰ افغاني ورکول کېږي، یادې پروژې به شا او خوا ۹ میاشتې وخت ونيسي. د یادونې وړ ده، چې یادې پرژې د WFP ، ABM په مالي لګښت او د لغمان ولایت سیندېزې فرعي حوزې په همکاري پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان ولایت کې د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې بشپړې شوې

لغمان ولایت د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو سره په همغږي بشپړې شوې.

دغه کانال چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالي لري، د شاوخوا ۸۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۵۱
Background image

کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې پیل شوې

د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لاندنې پنجشیر – محمود راقي سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره په همغږي پیل شوې.

نوموړی کانال چې ۲۰ کیلو متره. . .

بیرته تګ

User account menu