د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس د ډاګ کلا چکډم د قراردادي شرکت له مسئول سره وکتل
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د نوموړې حوزې تخنیکي سلاکار انجنیر فضل الرحمن عمرزي د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالي د ډاګ کلا چکډم د قراردادي شرکت له مسئول سره وکتل او د ډاګ کلا چکډم سیمه یې په رسمي توګه قراردادي شرکت ته وسپارله.
همدارنګه، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس د قراردادي شرکت مسئول ته د نوموړې پروژې د غوره او د قرارداد مطابق پلي کولو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.