د لویدیځ زون د انرژي کمیټې ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۹:۳۶
1

یاده ناسته د لویدیځ زون د انرژي کمیټې د رئیس مولوي عبدالسلام مستوفي آغا تر مشري لاندې د نوموړې کمیټې د غړو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د 77 ترکي کمپنې استازي د بادي انرژي د پوتانشیل د څیړلو په موخه د بادسنجونو د نصبولو پروسې د پیل لپاره د هوکړه لیک د لاسلیکولو په هکله وینا وکړه او ویې ویل چې نوموړې څیړنیزه پروسه به یو کال دوام ومومی. همدارنګه د دولتي ادارو استازو هم په نوموړې څیرنیزې پروسې کې د خپلي همکاري چمتووالی څرګند کړ.

په ورته مهال، د هرات د صنعتي ښارګوټي د لمریزې انرژي د تولید د شرکتونو استازو هم د دغو شرکتونو د تولیدي وړتیاوو په هکله معلومات وړاندې کړل او د هرات صنعتي ښارګوټي په شاوخوا کې د لمریزې انرژي د تولید لپاره د مناسب ځای د څېړلو  په موخه هم یو پلاوی وټاکل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu