د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د بشري سرچینو په ریاست کې د کاربردي مدیریت تر سرلیک لاندې پنځه ورځنۍ ښوونیزه برنامه پيل شوه
دغه برنامه چې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د بشري سرچینو ریاست له لوري د کارمندانو د پوهاوي او وړتیا لوړولو په موخه پيل شوه، د اوبو او انرژي وزارت ګڼ شمېر کارمندانو پکې ګډون کړی وو.
د دغې ښوونیزې برنامې په بهیر کې به ګډونوالو ته د پلان جوړونې، تصمیم نیونې، راپورلیکلو، کنټرول او لارښوونې په هکله اړین معلومات وړاندې کېږي؛ ترڅو ګډونوال له دغو معلوماتو څخه د خپلو کاري چارو په پرمخ وړلو کې ګټه پورته کړي.