د محمد آغې ولسوالي د آب بازک کلي یو شمیر مخورو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۵:۱۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د څرخ ولسوالي له ولسوال محترم مولوي محمد عبدالله او د محمد آغې ولسوالي د آب بازک کلي له یو شمیر مخورو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د نوموړي کلي مخورو د اوبو او انرژي په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هم د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره ددوی ستونزو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu