د مرحوم حاجي عبدالظاهر د مړینې په هکله د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د غمرازۍ پيغام

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۴:۴۲
1

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې ملي او جهادي شخصیت مرحوم حاجي عبدالظاهر له هېواد څخه بهر د اجل داعي ته لبیک ویلی او د تل لپاره یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

مرحوم حاجي عبدالظاهر یو رښتینی او مخلص مجاهد وو، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د ښکیلاکګرو په وړاندې جهاد او مبارزې ته ځانګړې کړې وه او له مجاهدینو او علماو  سره یې تل خواخوږي او اخلاص درلود.

له همدې کبله خپل د تسلیت مراتب د مرحوم درنې کورنۍ، ټولو دوستانو او خواخوږو ته وړاندې کوم، او خپل ځان له تاسو سره په دغه غم کې شریک ګڼم.

د خدای(ج) له دربار څخه مرحوم ته جنت الفردوس او د هغه درنې کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته د عظیم اجر، جمیل صبر او نعم البدل غوښتنه کوم.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu