د معلوماتي ټکنالوژي له برنامو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي سمینار ترسره شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۲:۱۷
1

دغه سمینار د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست د مسؤلینو له لوري د دغه وزارت د یو شمېر مرکزي کارمندانو لپاره د معلوماتي ټکنالوژي له برنامو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د هغوی د وړتیا لوړولو په موخه ترسره شو.

د دغه سمینار ګډونوالو ته له انټرنټ، رسمي ایمیلونو او پرنټر څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي او د دومین سیسټم د پېژندلو په هکله ښوونه ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده، چې دا د معلوماتي ټکنالوژي له برنامو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په هکله د سمینار دوهم پړاو دی ، چې د معلوماتي ټکنالوژي ریاست د مسؤلینو له لوري د وزارت د کارمندانو لپاره ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu