د ممتاز ګروپ ودانیزې ټولنې سره له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو رسولو پروژې د پلې کیدو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمرآخندزاده، د وزارت د اوبو سکتور د یو شمېر رئيسانو او د یادې ودانیزې ټولنې د یو شمېر استازو په ګډون ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو رسولو پروژې د پلې کېدو پر څرنګوالي او دکابل ښار د توزیعي شبکې په هکله په بشپړه توګه بحث او دنظر تبادله وشوه.
د ممتاز ګروپ ودانیزې ټولنې استازو د دې ناستې په بهیر کې خپل کانسپټ د اوبو معین حضور ته وړاندې کړ او د یادې شوې ټولنې چمتو شوی کانسپټ د وزارت د تخنیکي ټیم له خوا تر څېړنې لاندې ونیول شو.
د اوبو معین د یادې موضوع تر څېړلو وروسته د چارو د لا زیاتو همغږي او د عملي اقداماتو لپاره د ناستې غړو ته لازم هدایات وړاندې کړل.
