د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي قومي مشرانو د اوبو له معین سره په لیدنه کې د باریکاب د اوبو زیرمه کولو بند د جوړولو غوښتنه وکړه.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۶:۵۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي له قومي مشرانو سره ولیدل.

د جغتو ولسوالي قومي مشرانو د نوموړې ولسوالي په بابر مرادخان سیمه کې، چې له دې وړاندې د اوبو او انرژي وزارت له لوري پکې د بند د جوړېدو ابتدایی سروې ترسره شوې وه، د اوبو زیرمه کولو بند د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د اوبو محترم معین په دغه لیدنه کې وویل، چې په نوموړې سیمه کې د اوبو زیرمه کولو بند به په پلان کې شامل کړي او په راتلونکي کې به يې انشاءالله چارې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu