د ننګرهار د سیندیزې حوزې له مسؤلینو سره د ننګرهار ولایت د اوبو سرچینو د لا غوره مدیریت او د انرژي د تولید په هکله خبرې وشوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۴:۴۳
1

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د ننګرهار سیندیزې حوزې له رئيس محترم سید فضل احد هاشمي او د نوموړې حوزې له یو شمېر نورو مسؤلینو سره د ننګرهار ولایت د اوبو سرچینو د لا غوره مدیریت او د انرژي د تولید په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي هاشمي د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ته د نوموړې حوزې د لاسته راوړنو، د اوبو سرچینو او د انرژي د تولید د وړتیا په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د ننګرهار ولایت د خلکو ستونزې او ړاندیزونه یې هم ورسره شریک کړل.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار  د ننګرهار سیندیزې حوزې له رئيس سره ژمنه وکړه، چې ننګرهار ولایت ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

همدغه راز، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار او ورسره مل د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالي اړوند په وزیر تنګي کې له هغه بند څخه هم لیدنه وکړه، چې د ننګرهار د سیندیزې حوزې له خوا یې تخنیکي سروې ترسره شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu