د ننګرهار سیندیزي حوزي رئيس د پاچاخیلو د سربند او کانال څخه لېدنه وکړه
د ننګرهار سیندیزي حوزي رئيس الحاج سيد فضل احد هاشمي او ورسره مل تخنېکي ټېم د یاد ولایت د مهمندرې ولسوالي اړوند د پاچاخیلو د سربند او کانال څخه لېدنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې یاد کانال او سربند د FAO موسسې په مالي ملاتړ په نږدې راتلونکي کې رغول کېږي.
همدارنګه، د ننګرهار سينديزي حوزې تخنېکي ټېم د بهسودو ولسوالي اړوند د خوشکنبد کانال د چارو له بهېر څخه څارنه وکړه.
