د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس د یوه اوبو بند او  کانال د پاکاري پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۰:۱۵
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالي په روغانو کلي کې د یوه اوبو بند او کانال د پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.

په یاده پروژه کې له ۷۰۰ څخه زیات  کسان کار کوي او ټاکل شوې ده چې چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

همدارنګه د یادې سیندیزې حوزې مسؤلینو  د یوه ګډ پلاوي په ترکیب کې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژو د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu