د ننګرهار ولایت د حصار شاهی ولسوالۍ د ۴۰ میګاواټه سولری برښنا پروژې په اړه د مقدماتی لومړنۍ غونډه ترسره شوه. .

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۲:۱
اخبار

د حصار شاهی ۴۰ میګاواټه سولری برښنا چی د 2000 میګاواټه کڅوړې لومړۍ پروژې ده نن ( د ۱۳۹۸ کال د وږی ۲۷ نیټه) د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی، د دی وزارت یو شمیر رییسانو او انجنرانو او د بهرني او کورني خصوصي سکتورو په شتون سره په اوبو او انرژۍ وزارت کې ترسره شول.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی په افغانستان کې د انرژۍ سرچینو د ښه ظرفیت د یادونې ترڅنګ وویل: د حصار شاهی ۴۰ میګاواټه سولری برښنا د 2000 میګاواټه کڅوړې لومړۍ پروژې ده چی په پنځو کلونو کې به بشپړه شي.
ښاغلی خُلمی زیاته کړه پدې پروژې کې د خصوصې سکتور برخه اخیستل د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې په برخه کې ستره فرصت ده.
همدارنګه پدې غونډه کې د پروژې مسوولانو لخوا د حصار شاهی ۴۰ میګاواټه سولری برښنا په اړه توضیحاتو او ځانګړتیاو ورکړل شو.
دا په داسي حال کی دی چی د پروژې غوښتنلیک سند په ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۱ نیټه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې شرکتونو ته د پانګوونې لپاره اعلان شوی و. ترسو شرکتونو پدې پانګوونې کې ګډون وکړئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu