د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالي کې د کټالي سربند چارې پیل شوي
د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالي کې د کټالي سربند پروژې د تهداب ډبره د ننګرهار ولایت د سیندیرې حوزې لخوا کښيښودل شوه.
د ننګرهار سیندیزې حوزې د اوبو د تنظیم آمر ښاغلی مولوي محمد صادق هاشمي د دې پروژې د پرانیستلو پر وخت د یادې پروژې د چارو ښه پرمخ وړولو باندې ټینګار و کړ.
د دې پروژې چارې د UNDP موسسې په مالي ملاتړ د یو خصوصي شرکت لخوا پرمخ وړل کېږي.
