د هرات ولایتي انرژي کمېټې ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د هریرود- مرغاب د عمومي رئيس او د هرات ولایتي انرژي کمېټې رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پلاوي، د اړوندو ادارو د استازو او د دغې کمېټې د نورو غړو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د هرات- شینډنډ، فراه- فراه رود او نیمروز د ترانسمیشن لاین او انتقالي مسیر د سروې او د اطلاعاتو د راټولولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس د دغې سروې اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه، چې په دې برخه کې هر راز همکاري ته چمتو دی او همدارنګه اړوندو ادارو هم په دې برخه کې خپله همکاري څرګنده کړه.
