د هرات ولایت د پاشدان بند د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرول رئيس محترم قاري محمد جمیل سحیقي هرات ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د هرات له والي محترم شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار او د هریرود-مرغاب عمومي سیندیزې حوزې له رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغار سره وکتل او وروسته له نوموړو مسؤلینو سره د نوموړې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
نوموړو مسؤلینو د نوموړي بند له بېلابېلو برخو څخه څارنه وکړه او قراردادي شرکت ته یې اړینې لارښوونې وکړې.