د هلمند او هریرود- مرغاب عمومي او فرعي سیندیزو حوزو د انجنیرانو لپاره د وړتیا لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۹:۲۵
1

د هلمند او هریرود- مرغاب عمومي او فرعي سیندیزو حوزو انجنیراتو ته د څلور ورځني ورکشاپ  د پای ته رسېدو مراسم د هلمند مرستیال والي محترم مولوي محمد نبي حماس، د هلمند سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم الحاج عبدالهادي هادي او د هلمند سیندیزې حوزې د سلاکار په ګډون ترسره شو.

د دغه ورکشاپ د پای ته رسېدو په مراسمو کې، د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئيس د دغه ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې له دغه ورکشاپ څخه خپلې تجربې او زده کړې له نورو همکارانو سره شریکې کړي.

په دغه ورکشاپ کې، د نوموړو عمومي او فرعي سیندیزو حوزو ۲۹ انجنیرانو ته د اوبو پر سرچینو باندې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د ارزولو او د سیلابونو او وچکالیو د وړاندوینې او خبراوي په برخه کې زده کړې ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu