د هلمند سینديزې عمومي حوزې رئیس او ورسره مل پلاوي د کجکي بند څخه لیدنه وکړه
د هلمند سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي قاري عبدالهادي هادي، د منځني هلمند فرعي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي محمدیعقوب قایم او ورسره مل د یادو سیندیزو حوزو تخنیکي ټیمونو د کجکي بند څخه د هلمند د ټولو ولسوالیو لپاره د اوبو منظم وېش او د برېښنا د تولید په موخه نظارت او کتنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې، کجکي بند کې میشت انجینرانو د بند تخنیکي کارونو په هکله د هلمند سیندیزې عمومي حوزې رئيس او ورسره مل پلاوي ته هر اړخیز تخنیکي معلومات وړاندې کړل.
په ورته وخت کې، د هلمند سیندیزې عمومي حوزې رئيس ، کجکي بند کې میشتو انجینرانو ته د چارو د کیفیت او پر وخت ترسره کولو لپاره لازم هدایات ورکړل.
