د هیواد د سیندیزو عمومي حوزو رئیسانو د اوبو او انرژی وزارت د اوبو له معین سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۷ - ۱۳:۲۲
1

د کابل، هریرود مرغاب، پنج آمو، هلمند او شمال سیندیزو حوزو عمومي رئیسانو نن له غرمې مخکې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر سره وکتل او خپل کاري راپور، ستونزې او وړاندیزونه یې په یادو حوزو کې د اوبو بندونو د جوړولو لپاره د اوبو او انرژي وزارت د اوبو له معین سره شریک کړل.

د اوبو او انرژی وزارت د اوبو معین  د هیواد د سیندیزو عمومي حوزو رئیسانو د کاري راپور، ستونزو او وړاندیزونو په یادو حوزو کې د اوبو بندونو د جوړولو د پیل لپاره د وزارت بودجې ته په کتو سره لازم هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu