د واټر پمپونو په واسطه له اوبو څخه د ګټې اخیستنې د مخنیوي طرحې د چمتوکولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۴:۱۸
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور، د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر محترم شیخ ندامحمد ندیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالداري سرپرست وزیر محترم مولوي عطاالله عمري، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د امر باالمعروف او نهي عن المنکر معین محترم شیخ فقیرالله په ګډون ترسره شوه.

دغه ناسته چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۴ کال د ۲۲ ګڼې مصوبې د پلې کولو په موخه ترسره شوې وه، د ناستې غړو له سیندونو، نهرونو او اوبو لګولو کانالونو څخه د اوبو د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په هکله چې د واټر پمپونو په واسطه د حقابې د لرلو پرته ترسره کېږي، اړین معلومات شریک کړل او د مخنیوي د اړینو حل لارو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د نوموړې موضوع تر هر اړخیزې ارزونې او د واټر پمپونو په واسطه د اوبو د ګټې اخیستنې د مخنیوي د ارزښت په هکله د معلوماتو تر شریکولو  او د لاندني لاس حقابه لرونکو ته یې د زیانونو او شونو حل لارو تر وړاندیز وروسته، د طرحې د چمتوکولو او د اړتیا وړ اقداماتو د ترسره کولو په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu