د واټر پمپونو په وسیله د لویو ویالو د اوبو څخه پرته له حقابو درلودلو د استفادې د مخنېوي د طرحې جوړولو په موخه د همغږي غونډه ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۸
1

یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په مشري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعی زیرمو معین ښاغلي مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت معین ښاغلي مولوي انوري او د یادو وزارتونو د یو شمیر رئیسانو په شتون کې، د اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۴ کال د ۲۲ ګڼې مصوبې د تطبیق په موخه ترسره شوه.

د یادې غونډې په جریان کې، د یاد شوي پلان د چمتو کولو په هکله اړین تدابیر ونیول شول او د غونډې غړو د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.

باید یادونه وکړو، چې ددې موضوع په هکله د اسلامي امارت د کابینې په ۲۲ ګڼه مصوبه کې دا ډول پریکړه شوې چې: د لویو ویالو له اوبو څخه چې د ټاکلو حقابو سره د ځانګړو سیمو د خړوبولو په موخه جوړې شوې دي، د واټرپمپونو په وسیله د نورو کسانو له لوري ترې ګټه اخیستل منع دي؛ د عامه سیندونو او رودخانو د اوبو څخه ګټه اخیستل له دې امر څخه مستثنی دي.

همدارنګه، په یاده مصوبه کې ویل شوې دي، چې د اوبو او انرژي وزارت په مشري یو پلاوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کورنيو چارو وزارت په ګډون مکلف دى، چې د دې پرېکړې د پلي کېدو لپاره د یوې میاشتې په موده کې طرحه ترتيب کړي او د رئیس الوزرا مقام ته یې د منظوري په موخه وسپاري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu