د وري (حمل) څلورمه د اوبو مدیریت ملي ورځ مو مبارک شه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۲:۵
568

د اقليم تغير او پرلپسې وچکالي په نړيواله کچه په يوه لويه اقتصادي او اجتماعي ننګونه بدل شوي دي، چې د اوبو په مهارولو، غوره مديريت، او د اوبو د ضايعاتو په مخنيوی سره کولای شو ترقي او پايداره پراختيا را منځ ته کړو او پخپله په ځان بسيا شو.

زموږ اوبه زموږ آبرو ده، د اوبو ساتنه د هر هيواد وال دنده ده تر څو خپل مسئوليت په آبادي او د هيواد په ښکلا کې اداء کړي.

د جلالتمآب جمهور رئیس لخوا د وري میاشتې څلورمه نېټه د اوبو مدیریت په ورځ ونومول شوه چې د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره به له دې وروسته هر کال دغه ورځ په همدې مناسبت لمانځي چې زموږ هېواد هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د روانو او پاکو اوبو غوره سرچینې لري او موږ یې مدیریت ته ژمن يوو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ماموریت له پيله تر اوسه د هېواد د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کړې او په دغه برخه کې په لویو، متوسطو او کوچنیو پروژو کار روان دی چې یو شمېر لوی پروژې د بشپړېدو په حال کې دی.

په اخر کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ له جمهور رئيس مننه کوي چې د وري میاشتې ۴ یې د اوبو مدیریت په ورځ ونوموله او ټولو افغانانو ته د دغې ویاړ ډکې ورځ مبارکي وايي.

موږ د اوبو مدیریت تر څنګ د عامه پوهاوي له لارې خپل هېوادوال د اوبو په ارزښت خبرو، تر څو یې په استعمال کې سپما وکړي. ځکه نړۍ د اقلیم بدلون بحران سره لاس او ګرېوان ده، د نړۍ پر سطحه د ځمکې لاندې اوبو سرچینې په کمېدو دي او د روانو اوبو په اندازه کې د پام وړ بدلون راغلی.

دا چې نړۍ د اوبو د کمښت بحران سره مخ ده، افغانستان هم له دغه بحرانه لرې نه دی؛ د هېواد په ټولو ولایتونو او په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې د اوبو په سطحه کې د پام وړ تغیر راغلی، خو د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د دغه بحران سره د مبارزې په موخه مختلفې پروژې (لوی، متوسط او کوچني بندونه، کانالونه، کاریزونه، د اوبو مثنوي تغذيې جذبول، د باران او واورې اوبو جذبول...) او داسې نورې په سلګونه پروژې تر کار لاندې دي، چې د اوبو سرچینو په پياوړتیا کې خورا ګټورې دي.

په همدې مناسبت ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د اوبو مدیریت لوی کورنۍ ته د اوبو مدیریت نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي وایم، په دې چې نړۍ دوباره خپل هغه حالت ته راوګرځي چې اوبه پرېمانه او د ځمکې لاندې اوبو سرچینې خپل حالت ته راشي او له درنو هېوادوالو په خورا درنښت هیله کوم چې د اوبو په استعمال کې سپما وکړي.

زه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په استازولۍ د دغې پرتمینې ورځې مبارکي ګرانو هېوادوالو، زیارکښو بزګرو او د اوبو مدیریت لوی کورنۍ غړو ته د زړه له کومې وایم.

د هېواد د ځان بساینې او زرغونتیا په هیله.

درنښت

انجنیر خان محمد تکل

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu