د ولس مینه ريښتنې او بې ریاء ده.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۱
666

په سر کې د ویفا مؤسسې مشرتابه ښاغلي فیضي صاحب، د لوی پکتیا ګډې جرګې مشرتابه او په هېواد مئينو ځوانانو څخه نړۍ مننه کوم چې ماته او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ته یې دومره ستر ویاړ را وباښه.

ما د خپل ولس لپاره داسې څه نه دي کړي څومره چې ولس راته مینه راکړې/راکوي؛ د دوئ مینه ريښتنې او بې ریاء ده.

زه د دې خاوری بچی یم او دا خاوره لکه د خپلې مور را باندې حق لري چې ساتنه، پالنه او خدمت یې وکړم، د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني تر رهبرۍ لاندې مو همدا دنده ده چې د هېواد اوبه مهار او مدیریت شي؛ په دغه اوبو باندې لوی، متوسط او کوچني بندونه او نورې ګټورې پروژې جوړې او تطبیق شي تر څو هېوادوالو ته ډوډۍ، اوبه، د کار زمینه برابره شي او له بریښنا څخه یې د کورونو او فکرونو په روښناي کې استفاده وشي.

دویم دغه ویاړ او لاسته راوړنه زما نه، بلکې د هغو سربکف، انجنیرانو، اداري ټيمونو، امنیتي ځواکونو او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د ټولو قهرمانو کارکوونکو لاسته راوړنه ده چې د هېواد د اوبو مدیریت کې یې له ما سره اوږه په اوږه سختۍ ګاللي؛ زه دغه ویاړ دوئ ته ډالۍ کوم او مبارکي ورته وایم.

دریم د ويفا مؤسسې رهبرۍ او د لوی پکتیا درنې جرګې څخه د زړه له تله مننه کوم چې زموږ کړنې او فعالیتونه یې وستائيل، لویه پکتیا دې د تل په څېر سرلوړی او د ننګ شمله دې یې هسکه وي؛ لویه پکتیا د افغانستان عزت او زړه دی.

یو ځل بیا د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني تر رهبرۍ لاندې خپلو هېوادوالو سره ژمنه تازه کوم، چې د هېواد ملي شتمني (اوبه) به مهار او مدیریت کیږي؛ د افغانانو دا ستره هیله به پوره کیږي او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به د اوبو لوی، متوسط او کوچني بندونه جوړیږي تر څو د هېواد اوبه د نورو هېوادونو د تیلو مقام خپل کړي.

په درنښت

انجنیر خان محمد تکل

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مشر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu