د پاشدان بند د قراردادي شرکت له رئيس سره د دې پروژې د کار د بیا پيل په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۱۶:۱۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د پاشدان بند پروژې د قراردادي شرکت له رئيس ښاغلي ابراهیم نظري سره د یادې پروژې د چارو د بیا پيل په هکله خبرې وکړي.

په یاده ناسته کې، د هرات ولایت د پاشدان بند پروژې د وضعیت د څېړنې ، د هغې د ستونزو د هوارولو او د یادې پروژې د پاتې چارو د بیا پيل په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د یادې ناستې په پای کې، دواړو لورو د یادې پروژې د چارو د چټکتیا په موخه پر لازیاتو همکاریو او همغږیو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د لوګر ولایت د آب‌پران ذخیروي بند لومړنۍ سروې ترسره شوه

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د هغه ولایت د محمد آغې ولسوالي د آب‌پران په سیمه کې د آب‌پران ذخیروي بند لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي او کرنیزه سروې ترسره کړه.

د نوموړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۱۵
Background image

د یوه خصوصي شرکت استازي په سمنګان ولایت کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

د سمنګان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محب الله عادل د افغان کنوسپرس شرکت له استازي سره وکتل او په سمنګان ولایت کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په هکله بحث او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د اوبو په برخه کې د څلورو پروژو لومړنۍ او تخنیکي سروې ترسره شوه

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د هغه ولایت په سر حوضې ولسوالي کې د شاطوري کلي سربند او کانال، په ارګون ولسوالي کې د شینکي کلي چکډم، په زیړوک ولسوالي کې د بندکي لګډ ذخیروي بند. . .

بیرته تګ

User account menu