د پاشدان بند د قراردادي شرکت له رئيس سره د دې پروژې د کار د بیا پيل په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Oct 16 2022 4:15 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د پاشدان بند پروژې د قراردادي شرکت له رئيس ښاغلي ابراهیم نظري سره د یادې پروژې د چارو د بیا پيل په هکله خبرې وکړي.

په یاده ناسته کې، د هرات ولایت د پاشدان بند پروژې د وضعیت د څېړنې ، د هغې د ستونزو د هوارولو او د یادې پروژې د پاتې چارو د بیا پيل په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د یادې ناستې په پای کې، دواړو لورو د یادې پروژې د چارو د چټکتیا په موخه پر لازیاتو همکاریو او همغږیو باندې ټینګار وکړ.

User account menu