د پایداره انرژي ریاست د پوهاوي ورکولو درې ورځنۍ سمینار د انرژي اغیزمنتوب، ساتنه او سپما تر سرلیک لاندې پای ته ورسېد

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۱:۲۶
1

په یاد سمینار کې د پایداره انرژي ریاست تخنیکي مسؤلینو په هېواد کې د انرژي د وضعیت، له انرژي څخه اغېزمنه او ګټوره ګټه اخیستنه او همدارنګه د هغې د سپما د لارو چارو په هکله اړین او هر اړخیز توضیحات ورکړل.

د یادولو وړ ده، چې په اوسنیو شرایطو کې  د هېواد د برېښنا انرژي وضعیت ته په کتو سره د انرژي اغېزمنتوب،ساتنه او سپما موضوع خاص ارزښت لري او د اوبو او انرژي وزارت د پایداره انرژي ریاست تر اوسه پورې په دې برخه کې اغېزمن او مثبت ګامونه اخیستي.

یاد ریاست په پام کې لري  چې په راتلونکي کې د انرژي د سپما په برخه کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونه لا زیات کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۳
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د افغاني سرې مياشتې ټولنې په اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله د افغاني سرې مياشتې ټولنې اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ارزګان ولایت کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د څه باندې ۱۳‌ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۷/ ثور/ ۱۴۰۵ هـ ل

۱۰/ ذوالقعده/ ۱۴۴۷  

د ارزګان ولایت په مرکز، ترینکوټ او دهراود ولسوالي کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د ۱۳ میلیونه او ۷۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

د نوموړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۰
Background image

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پشد کانال له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالي د پشد کانال د اوبو له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل او. . .

بیرته تګ

User account menu