د پروان عمومي کانال د پاکاري چارې پيل شوې
د پروان عمومي کانال د پاکاري چارې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت او د دغه کانال تر پوښښ لاندې سېمو ته د اوبو منظم چمتوکولو په موخه د غوربند چاریکار فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري او د نوموړي کانال د اوبو د ګټې اخیستونکو په شتون کې پیل شوې.
د نوموړې پروژې چارې د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د ګټې اخیستونکو په مالي لګښت د پروان د اوبو او انرژي ریاست د تخنیکي ملاتړ، د اړتیا وړ ماشینرۍ چمتوکولو او څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
