د پروان ولایت والي د پروان سیندیزې فرعي حوزې کړنې یې وستایل
د پروان ولایت والي ښاغلی مولوي عبیدالله امین زاده په یوه کتنې کې د پروان سیندیزې فرعي حوزې له رئیس ښاغلي حافظ مجیب الرحمن حبیبي سره د یاې حوزې کړنې او پراختیایي کارونه وستایل.
دغه لیدنه کې چې د پروان ولایت په مقام کې تر سره شوه، د پروان ولایت د غوربند سیندیزې فرعي حوزې رئیس د خپلو کړنو راپور د یاد ولایت والي ته وړاندې کړ چې د والي له خوا وستایل شو.
په ورته وخت کې، د پروان ولایت والي د غوربند سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو ذخیروي بندونو په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه.
